Tuesday, May 5, 2015

مۀ خانده جانانه! سپين غاښونه دې برېښنا کوي

غزل
ارواښاد رضوان درمان

مۀ خانده جانانه! سپين غاښونه دې برېښنا کوي
سم د څوارلسمې د سپوږمۍ په شان رڼا کوي

مۀ کړه عاشقانو ته دا ناز و نخرې ياره!
ټول دې لېوني کړه لا خپل ځان پورې خندا کوي

يو ورځ به دې مات شي دا غرور او تکبر ياره
مروړې به لاسونه او مدام به بيا ژړا کوې

لږ تپوس زما وکړه اې بېدرده ياره! تۀ
وکړه لږ وفا ياره څو به دا جفا کوې

ما درمان خو تا باندې سر او مال بايېللى دى
راشه بس پخلا شه تۀ څه غم د دنيا کوې

ساقي لرې کړه جامونه نشه نۀ شو

غزل
ارواښاد رضوان درمان

ساقي لرې کړه جامونه نشه نۀ شو
ياره! ستا په يو نظر عمري اودۀ شو

چې يې وليدلو يار د رقيب څنګ کې
د انګار په شانتې سور ورته غصه شو

د عاشق د زړۀ هزار ګوره وا نۀ خلې
بيا به وکړې ارمانونه وې به څۀ شو

په دې خپل حسن دې دومره غرور مۀ کړه
ډېر ښايسته مخونه خاورو کې وراستۀ شو

د درمان د خولې فرياد هله تمام شو
چې يې يار هم لاس نيولى ورسره شو

ستا د غونډې زنې خال مې ژړوي

غزل
ارواښاد رضوان درمان

ستا د غونډې زنې خال مې ژړوي
نوراني مخ سپين جمال مې ژړوي

تورې زلفې راخورې چې په سپين مخ کړې
ستا د حسن بل مشال مې ژړوي
اشنا ستا د زلفو ټال مې ژړوي

دا چې خداى خبر شه چا يې لمسولى
دا رقيب جوړ کړى چال مې ژړوي
عشق کې ستا کمزورى خيال مې ژړوي

چې د عشق جذبه دې کله په ما راشي
لېونو غوندې بد حال مې ژړوي

يو نظر چې راته تلو تلو کښې را وکړې
درمان وايي دا کمال مې ژړوي

د دنيا غمونو وخوړې درمانه!
د يار غم او بل وصال مې جوړي

جانان کوي راته وړې خبرې

غزل
ارواښاد رضوان درمان

جانان کوي راته وړې خبرې
څه نرمې نرمې او پستې خبرې


څه په کې داسې عادتونه هم شته
را يادوي راته زړې خبرې


په سپينه خولۀ چې راته غلي غلي داسې وايي
چې نۀ کوي به په غصې خبرې


که يارانه په شلتالو شوه زۀ يې نۀ منمه
راته به نۀ کوې سپېرې خبرې


درمانه! پوهه يې کړه په نرمه ژبه
ورته ونۀ کړې چې ترخې خبرې

پرې نه ږدې شابه جنګوه راجنګوه مې

غزل
ارواښاد درمان

پرې نه ږدې، شابه جنګوه راجنګوه مې
اوس د مکر جال کې، بندوه رابندوه مې

اې د زړګي سره! چې دا چا يې زخمي کړى
خوب ته مې پرې نه ږدې، ويښوه راويښوه مې

ياره! ستاسو چم کې خو مدام توره تياره وي
ما لکه د شمعې، بلوه رابلوه مې

ستا د عشق په دشته کې، په خاورو ټول خړ پړ شوم
خېر لکه د زلفو، غوړوه راغوړوه مې

وه مې پېره هار کې، چې مدام درسره مل يم
ما درمان په غاړه، ګرځوه راګرځوه مې

 

Copyright @ 2013 Darman.