غزل
ارواښاد رضوان درمان
مۀ خانده جانانه! سپين غاښونه دې برېښنا کوي
سم د څوارلسمې د سپوږمۍ په شان رڼا کوي
مۀ کړه عاشقانو ته دا ناز و نخرې ياره!
ټول دې لېوني کړه لا خپل ځان پورې خندا کوي
يو ورځ به دې مات شي دا غرور او تکبر ياره
مروړې به لاسونه او مدام به بيا ژړا کوې
لږ تپوس زما وکړه اې بېدرده ياره! تۀ
وکړه لږ وفا ياره څو به دا جفا کوې
ما درمان خو تا باندې سر او مال بايېللى دى
راشه بس پخلا شه تۀ څه غم د دنيا کوې